په کندهار کې له بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه.

sadam_morr
_____
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې له ٢١٢٣ کورنیو سره د غذایې توکو د مرستې لړۍ پیل شوه;چې نن ورځ ٧١٤کورنیو ته توزیع ترسره شوه.
یاده مرسته د Islamic Relief موسیسې لخوا ورکړل شوه، چې پکښې 5 قلمه خوراکي توکي شامل وه.
د کندهار ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوی سید محمدقاسِم تسنیم د یادې مرستې د توزیع په جریان کې د یادې موسیسې د مشرتابه څخه مننه وکړه، او د مرستو د وېش په روڼتیا یې تاکید وکړ، او د افغانستان خلکو ته یې د ډیرو مرستو غوښتنه وکړه.
یاد مشر هم په خپلو خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د نورو مرستو ژمنه وکړه.
اوس مهال د کندهار ولایت په ډېری ولسوالیو کې سروې روانه ده تر څو مستحقې کورنۍ په نښه او مرستې ورسره وشي.
کله چې د اسلامي امارت زعیم هدایت وکړ، چې د ولسوالیو د اړوند کسانو سره چې په تېرو شلو کالونو کې ورسره مرستې نه دي شوي باید هغوٸ ته مرستې ورسیږي،نو ډېرو موسیساتو په ولسوالیو کې مرستې پیل کړې.
د موسیساتو مسوولین هم وایي، هڅه کوو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو او د کار په بدل کې هغوی ته پيسې یا هم خوراکي توکي ورکړو.
زموږ اصلي هدف دا دی چې معلولینو او نورو اړوند کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی له استعدادونو څخه کار واخليستل شي، دا چې اوس مهال حالت بهراني دی ځکه د معلولینو، کونډو او یتیمانو له کورنیو سره مرستې کوي.
مرسته تر لاسه کوونکي هم خوښ دي چې مرسته ورسره کیږي.
د ولسوالیو اوسېدونکې مرستې ته اړتیا لري ځکه د کورنۍ ټولې اړتیاوې نه سي پوره کولای.
که څه هم په کندهار کې له اړوند کورنیو سره دا ډول مرستې له تیرو څو میاشتو راهیسې دوام لري خو لا هم زرګونه کورنۍ د مرستو په تمه ناست دي.