پنجشېر کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې
دخوراک نړیوال سازمان ( WFP) په مالي لګښت د(WSTA) موسې له لورې دپنجشېر ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٨٥٣) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دپنجشېر په دره اوغنابه ولسوالۍ کې دپنجشېر ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندويه بنسټونو سره په ګډې همغږې سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په اته وېشتمه اونهه ویشتمه د ولایت مقام او امریت په مشرۍ هرې کورنۍته
(٤٦) کیلو اوړه،(٥٠) کیلو وریجې،(١٠) لېتره غوړي او (٢) کیلو مالګه ووېشل شوه.