ننګرهارکې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
دیوشمېر مرستندویه ادارو له لورې دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٧٦٨بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړوله امله دپچیراګام، ده بالا،اجین اوسپین غر ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٩مه ٣٣٦کورنیو هرې کورنۍ ته روغتیایي کڅوړې او ٤٣٦کورنیو هرې کورنۍته ١٣٧٠٠افغانۍ نغدې ورکړل شوې.