ننګرهارکې سلګونه بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې
دخوراک نړیوال سازمان له لورې دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٥٠ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دیوشمېر سیمو څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٦مه هرې کورنۍ ته ٦٨٥٠ افغانۍ نغد ورکړل شوې
دویلو ده چې له دې وړاندې هم ١٦ کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې شوې وې