لغمان کې د مرستو د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr

د لغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د غوايي په ۱۲مه بېځايه شوو سره د مرستو د همغږۍ ناسته وکړه.

په ياده ناسته کې د طبيعي پېښو پروړاند دمبارزې ادارې، کليو پراختيا، سرې مياشتې او نړيوالو مرستندويه ادارو استازو ګډون درلود.

د لغمان ولايت دکډوالو چارو رئيس د اليشنګ او الينګار ولسوالۍ د بېځايه شوو کورنيو په اړه معلومات ورکړل، چې ديوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې ورسره د بشري مرستو د ترسره کولو ژمنه وشوه.