پروان کې بېځايه شوو سره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې

anwari_morr

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د پروان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۹۵۷ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې د وږي په ۹مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې دخوراکي، د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM، DACAR او سرې مياشتې ادارې له لورې نغدي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

همدارنګه سروې ښيي چې د سېلابونو له امله ۸۱۶ کورونه زيانمن شوي و چې له ډلې يې ۳۸۰ کورونه په بشپړډول او ۴۹۱ کورونه يې نمه زيانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې د شهيدانو شمېر ۱۲۶ تنه، د زخميانو شمېر ۱۲۸ تنه، د ۴۰ فيصدو په شاوخواکې زيانمنې شوې سيمي تر اوسه نه دي سروې شوي او دغه شمېرې د تعيير په حال کې دي امکان لري چېپه بشپړ ډول د وران شوو کوونو شمېر ۵۰۰ او دنيمه زيانمن شوو کورونو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسيږي.

د ويلو ده چې ۴ ګرځنده روغيايي مرکزونه په زيانمنو شوو سيموکې جوړ شوي ترڅو د اړتيا وړ تجهيزاتو او ضروري دوا سره د ناروغانو ستونزې حل کړي.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ