فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۱۱مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۰ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
دويلو ده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم نغدي مرستې شوې وې.