کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DACAAR او UNICIF موسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۶مه هرې کورنۍ ته درې بوجۍ اوړه، دوه بوشکې غوړي، نيمن دالنخود، يوه کيلو مالګه او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.