د درمل داوطلبي
Publish Date
Closing Date
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د وزارت لپاره د ۴۲ قلمه طبي لابراتوار وسایلو او ۱۰۰ قلمه درملو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېبسایټ په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۸مې میاشتې تر ۲۱مې د پنجشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.
د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۸مې میاشتې په ۲۱مه د پنجشنبې ورځې د سهار په لسو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.