د مهاجرینو چارو وزیر د ۲۸ ولایتونو د راستنو شویو کډوالو له استازو سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ۲۸ ولایتونو د راستنو شویو کډوالو له استازو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او ویې ویل، چې د هغوی لپاره دې د ژوند اسانتیاوې او د کار زمینه برابره شي.
هغوی راستنو شویو ته د سرپناه په موخه د ځمکو وېش، په ګاونډیو هېوادونو کې د هغوی د پاتې شوې شتمنۍ تعقیب، د روغتیا او پوهنې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د برېښنایي پېژندپاڼو وېش اسانولو، د اخراج شویو محصلینو د اسنادو تعقیب او ورته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
دغو استازو وویل، چې د کډوالۍ پر مهال راستنو شویو ځوانانو په مختلفو برخو کې کاري تجربې ترلاسه کړې او اړتیا ده، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شي.
ښاغلي وزیر د کډوالو پر راستنېدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د هغوی په ستونزو او غوښتنو به غور وشي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د راستنو شویو د ستونزو پر دایمي حل تمرکز لري، تر دې دمه راستنو شویو ته د استوګنې ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي او دغه لړۍ له اړتیا سره سمه د پراختیا په حال کې ده.
ښاغلي وزیر وویل، چې سبا به د هېواد په یوولسو ولایاتو کې راستنو شویو ته د ژمنیو البسو او اړینو مرستو لړۍ پیل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت پر لوړه کچه د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.