په کابل کې د ۵ زرو بېځایه شویو کورنیو د بایومټریک لړۍ پیل شوه

anwari_morr
-

د کابل په مهاجرینو چارو ریاست کې د ۵ زرو بېځایه شویو کورنیو د بایومټریک لړۍ پیل شوه.
دغه لړۍ د بېځایه شویو کورنیو ثبتولو او دقیقې پېژندنې، وضعیت ارزونې او اصلي سیمو ته یې د لېږد زمینې برابرولو په موخه پیل شوه.
د مسوولینو په خبره، په دغې برنامه کې شاملې کورنۍ به د بایومټریک پړاونو تر بشپړولو او لازمې ارزونې وروسته د وزارت، همکارو ملي بنسټونو او نړۍوالو ادارو په لارښوونه له کابل ښاره خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شي.
په دغې برنامه کې د هغوی هویتي معلومات، د کورنۍ د غړو شمېر، د اوسېدنې اصلي ځای او اړتیاوې ثبتېږي، تر څو د لېږد لړۍ او لازمو خدمتونو وړاندې کول په منظم او راڼه ډول ترسره شي.
ټاکلې ده، چې د بایومټریک ثبت او ارزونې تر بشپړېدو وروسته خپل اصلي سیمو ته د دغو کورنیو د لېږد لړۍ پيل شي.
همدارنګه همکار بنسټونه به د کورنیو د لېږد، لومړنیو خدمتونو او خوندي لېږد په برخو کې له وزارت سره همکاري وکړي.