اعلان داوطلبی

sadam_morr

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ اعلان

موضوع: د وزارت  لپاره د درې کلن جواز( لایسنس) لرونکې د سفوس فایروال( XG3100) دستګاه د برابرولو او نصبولو د دواطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د وزارت  لپاره د درې کلن جواز( لایسنس) لرونکې د سفوس فایروال( XG3100) دستګاه د برابرولو او نصبولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۸مې میاشتې تر ۱۳مې د چهارشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۸مې میاشتې په ۱۳مه د چهارشنبې ورځې د سهار په لسو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.