د خیبر پښتونخوا د کډوالو لېږد مرکزونو کې سلګونو کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

anwari_morr

په خیبرپښتونخوا کې د افغان مهاجرینو اتشې په نوښت، د ناصرباغ، لنډي کوتل او نوښار اضاخېل لېږد  مرکزونو کې د غويي پر ۱۶مه او ۱۸مه هغو ۶۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې، چې هېواد ته د راستنېدو په تمه دي.
د مهاجرینو چارو اتشې په خبره، دغه مرستې په پاکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو له لوري د اړمنو کډوالو د ملاتړ په موخه چمتو شوې وې، چې لومړني خوراکي توکي پکې شامل دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې له اړمنو کډوالو سره به د مرستو لړۍ دوام ولري.
افغان کډوالو له دغه اقدام هرکلی وکړ او د ورته ملاتړو برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.