دایکندي کې د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، د کب پر ١٤ مه نېټه دایکندي کې د سیمه ییزو مسوولینو له لوري ١٢٠٠ کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو مرستو کې ٥ بوجۍ غنم او ٥ زره افغانۍ نغدي پسې شاملې دي، چې د دولتي ادارو ګډ پلاوي له لوري به په راتلونکو څو ورځو کې د وېش لړۍ بشپړه شي.