له ایران او پاکستان پرته په نورو ټولو بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان مهاجرینو ته د بیت‌الله شریفې د فرضي حج د نوم‌لیکنې پروسې خبرتیا!

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

Location کابل افغانستان واصل آباد عقب فابریکه جنکلک ناحیه هفتم

هغو افغان مهاجرینو ته، چې له ایران او پاکستان پرته په نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي او د روان کال لپاره د بیت‌الله شریفې د فرضي حج په پروسه کې د نوم‌لیکنې غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي، چې د نوم‌لیکنې لړۍ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ۸مې میاشتې له ۷مې نېټې څخه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د ۱۰ ورځو لپاره دوام ولري.

محترم غوښتونکي کولای شي د حج د نوم‌لیکنې فورمه له همدې ځایه ډونلوډ کړي او تر بشپړ ډکولو وروسته یې د اړوند ریاست د برېښنالیک (ایمیل) پتې ته واستوي:

ډونلوډ
harc.morr@gmail.com

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
0093202951390