د جوزجان ولایت د مهاجرینو رئیس د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکو عالي کمیشنرۍ د شمال زون له مسؤلې سره ولیدل

د روان کال د میزان میاشتې په ١٦ مه نېټه د جوزجان ولایت د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس ملا امان الله طلحه، د ملګرو ملتونو د پناه ورکونکو عالي کمیشنرۍ د شمال زون له مسؤلې آغلې دانیا او ورسره مل هیئت سره ولیدل.
د دې ناستې موخه د هغو برنامو او فعالیتونو په اړه خبرې وې چې د جوزجان ولایت په کچه د همکارو بنسټونو له لوري عملي شوي او یا هم روان دي.
آغلې دانیا د جوزجان د مهاجرینو ریاست او د ملګرو ملتونو د پناه ورکونکو عالي کمیشنرۍ ترمنځ د ښې همغږۍ قدرداني وکړه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د مهاجرینو ریېس، ملا امان الله طلحه، د هغو مرستو او پروژو له امله مننه وکړه چې په روان میلادي کال کې د یادې کمیشنرۍ له لوري پلي شوې دي، او غوښتنه یې وکړه چې د جوزجان ولایت د بېرته راستنېدونکو او زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره د ښوونځیو د جوړولو او د کوچنیو حرفوي پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې نورې مرستې هم وشي.