په تخار ولایت کې له ۱۰۰ زیاتو کسانو ته د کار وسایل ووېشل شول

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۱۵مه نیټه په تخار ولایت کې ۱۷۰ هغو کسانو ته، چې د حرفوي زره کړو څخه فارغ شوي و د کار وسایل ورته ووېشل شول.
یاد کسانو د څلورو میاشتو لپاره د یوې همکارې موسسې له لوري د نجارۍ، خیاطۍ، نلدوانۍ، د موبایل ترمیم، موټر او موټرسایکل ترمیم په برخو کې فني زده کړې ترلاسه کړې وې. دوی ته د تصدیق نامو د تر لاسه کولو وروسته په یادو برخو کې د کار وسایل ورته توزیع شول.