په غزني ولایت کې ۱۲۰ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
_
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست د معلوماتو په اساس ۱۲۰ کورنیۍ، چې پکې ۵ راستنېدونکې کورنۍ، ۹۷ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ او ۱۸ اړمنې کورنۍ شاملې وي، نغدي مرسته یې د همکارو بنسټونو له لوري ترلاسه کړه.
یادې شوې کورنۍ د غزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د یاد ریاست له لوري سروې شوې وې، چې هر کورنۍ ته هرې ۱۷ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.