جوزجان کې تر سلو زیاتو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د مهاجرت نړیوال سازمان په مالي مرسته د لېندۍ پر څوارلسمه له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو ۱۲۲ کورنیو هر یوې ته ۱۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ او د ژمنیو جامو یوه یوه کڅوړه ووېشل شوې.