غور کې د مهاجرينو لپاره د دایمي استوګنې پلاوي لومړنۍ ناسته وشوه
په غور ولايت کې د لړم پر اتمه د مهاجرينو د دايمي استوګنې د کميټې لومړنۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې او د ځمکو د وېش د طرزالعمل له مخې د عالیقدر امیرالمؤمنین له حکم سره برابر د غور د مهاجرینو چارو آمریت له سکرتریت سره د غور د کور او ښارجوړونې په ریاست کې وشوه.
د غور د کور او ښارجوړونې رییس مولوي غلام یحیی ارصاد د دغې کمېټې د جوړېدو هرکلی وکړ او پرېکړه وشوه، چې دغه کمېټه به د عالیقدر امیرالمومنین د فرمان او د کاري طرزالعمل برابر کړنې کوي.