پروان کې له لسګونه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لړم په ۷ مه نېټه پروان ولایت کې له ۵۰ بې ځایه شویو، په زوره راستنو شویو او زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د یاد ولایت د مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې سروې شوې وې، چې په دوو برخو کې ۱۹ زره او ۱۶ زره افغانۍ نغدي مرسته د ډنمارک مهاجرت شورا له لوري ورکړل شوه.