د بدخشان او ننګرهار ځینو قومي مشرانو د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
-
د بدخشان او ننګرهار ولایتونو ځینو قومي مشرانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل.
په دې لیدنه کې هغوی د مهاجرینو لپاره د مهاجرینو چارو وزارت د مشرتابه کمیساري خدمتونو مننه وکړه او خپلې ستونزې یې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې.
د مهاجرینو چارو وزیر پر لا یووالي ټینګار څرګند کړ او هغوی ته یې د ستونزو د حل او د هر اړخیزو خدمتونو ډاډ ورکړ.