د هلمند ولايت د مهاجرینو چارو رییسد ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اسيایي او اقیانوسي هېوادونو د روغتيا له مسول سره وکتل

sadam_morr
-

د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي د تلې پر نهمه د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیایي او اقیانوسي هېوادونو د روغتیایي برخې له مسول ښاغلي لکرون داسان یاکي او مل پلاوي سره وکتل.

ښاغلي انقیادي په دې کتنه کې د بې ځایه شویو او جبري راستنو شویو لپاره د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د اوبو شبکو، د واکسیناسیون د تطبیق لپاره د روغتیايي مرکزونو او د مهاجرینو د اوسېدو په سیمو کې د لومړنیو مرستو غوښتنه وکړه، چې له جبري راستنو شویو سره مرسته وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اسيايي او اقیانوسي هېوادونو د روغتيا د برخې مسول ژمنه وکړه، چې هېواد ته په جبري توګه راستنو شویو مهاجرینو سره به مرسته وکړي او روغتيايي مرکزونه به جوړ کړي.