پکتیا کې تېزو بادونو درانه زیانونه اړولي دي
پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ کې د تلې په ۷ مه نېټه تېزو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
پکتیا ولایت د مهاجرینو ریاست د راپور له مخې، د دغه بادونو له امله څو ودانۍ زیانمنې شوې، ۲۰ کورنۍ بې ځایه شوې او ډېرې میوه لرونکې او غیرې میوه لرونکې ونې هم له منځه تللې دي.
د یاد ریاست له لوري هرې کورنۍ ته یوه یوه خیمه هم ورکړل شوه.