پاکستان کې په لسګونه افغانان له بندخونو ازاد شول

sadam_morr

د پاکستان په بندخونو کې ۶۶ بندې افغانان ازاد او د وږي په ۱۹ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد شمېر کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو په اساس له ۵ ورځو تر یو کال پورې د بلوچستان ایالت کویټې په زندان کې بندیان وو، چې له بند څخه له خلاصېدو وروسته د سپین بودلک له لارې هېواد ته راستانه شول او د مرستو تر لاسه کولو لپاره د مهاجرینو نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.