کابل کې تر سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

په کابل ولایت کې د زمري دیرشمه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۵۰ راستنو شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ مخکې د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لخوا پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې دا مرسته د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون د پرېکړې او د ریاست الوزراء د عالي مقام د پرېکړې پر بنسټ پر راستنو شویو وېشل کېږي.