تر دوو زرو زیات مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
دوه زره او ۷۹ تنه افغان مهاجرین د زمري پر درېیمه د کندهار ولایت د سپین بولدک، د ننګرهار ولایت د تورخم او د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتې ۳۲کورنۍ چې ۱۷۷ تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې له لارې او ۴۶ کورنۍ چې ۲۳۸ تنه کېږي د سپین بولدک له فرضي کرښې او په ایران کې مېشت یو زر او ۶۶۴ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.