یو افغان ماشوم له زندانه تر خوشي کېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شو
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، یو افغان ماشوم چې له ۲ کاله او شپږ میاشتو راهیسې د پاکستان په زندان کې بندي و، د خیبر پښتونخوا د مهاجرینو چارو اتشې له لوري تر خوشې کېدو وروسته په تورخم فرضي کرښه کې خپلو والدینو ته وسپارل شو.
د دغه ماشوم مور او پلار د خپل ماشوم په خلاصون خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: د مهاجرينو چارو وزارت د مسولینو له خوا زموږ د ماشوم نامعلوم برخليک حل شو او د ماشوم له حقوقو څخه يې دفاع وکړه او د دوی د هلو ځلو قدرداني کوو.
د يادونې وړ ده، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په لوړه کچه له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې په غوره مديريت سره هېواد ته راستنو شويو افغان مهاجرینو ته اساسي حقوق او اسانتياوې برابرې کړي، چې له ستونزو او ننګونو څخه خلاصون ومومي او له خپلو کورنیو سره ډاډمن ژوند ولري.