۱۲ تنه افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شول

sadam_morr
-

 د پاکستان په زندانونو کې ۱۲ تنه  افغانان بندیان د غویي پر ۲۷ مه خپل هېواد ته راستانه شول.
 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۱۱ ورځو راهیسې د خیبر پښتونخوا په زندان کې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له فرضي کښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول او تر نوملیکنې وروسته د مرستو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.