د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د یوې اونۍ په ترڅ کې، چې د ثور له ۱۵مې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې د ۷ زره ۵۲۷ بې ځایه شویو او راستنې شویو کورنیو سره په کندهار، ننګرهار، هرات، بادغیس، فاریاب، غور، پکتیا، پکتیکا، بلخ، جوزجان، پروان، میدان وردګ، لوګر، غزني، بدخشان، تخار، کندز او هلمند ولایتونو کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لورې ور سره مرستې وشوې دي.
د یادو شیو ولایتونو د مهاجرینو او راستنیدونکو ریاستونو او د یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د یادو بې ځایه شویو او راستنیدونکو او همدا راز د یو شمېر اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي، سولرې او نغدي مرستې وویشل شوې دي.