پکتیکا ولایت کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

په پکتیکا ولایت کې د سلواغې په ۲۸ مه نېټه پر ۳۰۰ راستنو او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

دا کورنۍ پخوا په دغه ولايت کې مستحقې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته ۱۴ زره او ۴۵۰ افغانۍ د مهاجرت نړیوال سازمان په مالي مرسته او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.