په يو شمېر ولايتونو کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

 د مهاجرینو چارو وزارت د دوهمو واحدونو له له لوري د سلواغې میاشتې له ۷ څخه تر ۱۲ نیټې پورې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۷۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
 په یادو ولایتونو کې (ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، لغمان- سرپل، غزني، بامیان، پکتیا، فاریاب، پروان او جوزجان) د هرې یوې کورنۍ سره د اړوند ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاستونو او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري نغدي، خوراکي، ژمنیو کالیو او د روغتیایي کڅوړو په ګډون مرستې ور سره شوې دي.
له پاکستان څخه څه د پاسه ۱۰۰ کورنۍ په جبري توګه له فرضي کرښو هیواد ته راستنې شوې ۱۴/۱۱/۱۴۰۲
د هیواد په سرحدونو کې د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د عالي کمېسيون د راپور له مخې، د سلواغې په ١٣مه نیټه له پاکستان څخه د ننګرهار، کندهار، نيمروز، هرات او پکتيکا ولايتونو له پولو څخه ۱۰۳ ګورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ٢٥٧ تنه کیږي راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې ثبت او بایومتریک شوې دي.
۲۴ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ۱۲۰ تنه کیږي خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شوي او د لارې کرایه ورکړل شوې، له ۴۷ کورنیو سره نغدي مرسته شوې، د ۷۴۳ کسانو درملنه شوې، ۱۸۶ سیم کارتونه، د خوراکي توکو چمتو شوې بستې، د څښاک پاکې اوبه او ژمنۍ جامو مرسته د ګمارل شوو کمېټو له خوا  ور سره شوې ده.
دغه راز يادو شويو کورنيو ته د اطلاعاتو کمېټې او د الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر استازو مهاجرینو ته  د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
 لسګونه هغه کسان چې مسلکي اسناد یې درلودل و بېژندل شول او ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ساتنې او عمومي پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او دوی ته د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم جوړ شول.