جوزجان ولایت کې په لسګونو بې ځایه شویو ماشومانو ژمني کالي ووېشل شول

anwari_morr
-

په جوزجان ولایت کې  د مرغومې په ۲۳ مه نېټه  ۸۶ تنو بې ځایه شویو ماشومانو ته ژمني کالي ووېشل شول.

په یادو شویو مرستو کې یوه کڅوړه ژمني کالي، چې ۷ قلمه کیږي د یونسف مؤسسې له خوا ورکړل شوي وو، چې د یاد ولایت د مهاجرینو د ریاست تر څارنې لاندې یادو ماشومانو ته توزیع شوې دي.