د هېواد په پولو کې له پاکستان څخه په زوره راستنېدونکي سلګونه تنو بشري مرستو ته لاس رسی پیدا کړ

anwari_morr

 د ننګرهار، کندهار، نیمروز او پکتیا ولایتونو په پولو کې له پاکستان څخه ۹۶ کورنۍ چې ۳۳۱ تنه کېږي راستنې شوې او د مسؤلینو له خوا له خدمتونو څخه برخمنې شوې.

 د ننګرهار ولایت له تورخم پولې څخه د ۷۹ کسانو په ګډون ۳۶ کورنۍ راستنې او بایومتریک شوې، ۲۸ کورنیو سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته او ۶  کورنۍ چې ۴۶تنه کېږي کونړ، لغمان او کابل ته انتقال شوې او د ترانسپورت د کرایې لپاره شل زره افغانۍ ورکړل شوې .

  ۴۸۰ خوراکي کڅوړې، ۷۵ زره لیتره پاکې اوبه، کمپلې، د کور غالۍ، د ګاز ډبې او ۲۳ کڅوړې خام خوراکي توکي او ۱۰۷ سیم کارتونه  په عمري کمپ کې وېشل شول او ۵۳ هغه کسان چې حرفوي او مسلکي اسناد یې درلودل، وپیژندل شول او کاري کمیټې سره ثبت شول.

 ۲۹ ماشومانو ته د ماین پاکۍ، ساتنې او له چاودیدونکو توکو څخه عامه پوهاوی ورکړل شو او د روحي روغتیا په موخه دوی ته د لوبو او تفریح ​​پروګرامونه برابر شول.

 د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مهاجرینو ته د نوم لیکنې، انتقال، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، هجرت، صبر او تعلیم په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.

 راستنیدونکو ته دننګرهار ولایت د آمربالمعروف او نهي عن المنکر له لوري دبیلابیلو قضیو په اړه معلومات ورکړل شول او دمهاجرت نړیوال سازمان سره په همغږۍ ۱۸ فورمې وویشل شوې.

 همدا راز د کندهار ولایت د سپین بولدک د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د ۱۰۱ تنو په ګډون ۲۰ کورنۍ بیرته راستنې او ثبت شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ، ۴۳۰ کڅوړې خوراکي توکي او د څښاک اوبه وویشل شوې، د ۲۰۹ تنو درملنه وشوه ۳۹۰ تنو ته د روغتیا په اړه پوهاوی ورکړل شو.  یوه خیمه، یوه یوه کمپله، ۹۰ سیم کارتونه او ۵۴ هغه کسان چې مسلکي اسناد یې درلودل د کاري کمیټې له خوا وپیژندل شول او کمېټې سره ثبت شول.

 د پکتیا ولایت له سرحد څخه راستنې شوې یوې کورنۍ ته ۳۱ کڅوړې خوراکي او د څښاک اوبه وویشل شوې، د ۲۰ تنو درملنه وشوه او د اطلاعاتو کمیټې له لوري ګټور معلومات ورکړل شول.

   د نیمروز ولایت د ورښیمو پولې څخه د ۱۴۸ تنو په ګډون ۳۹ کورنۍ په زوره راستنې او ثبت شوې، ۱ زر او ۷۸۹ کډوال راستانه شول، ۵ کورنیو ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې ۳۹ سیمکارتونه پرې ووېشل شول  او ۱۴۸ تنو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.