سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د تورخم او سپین بولدک له پولو د مرغومې پر ۲۰مه ۴۳۷ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې پولې څخه ۴۹ کورنۍ چې ۲۲۳۱ تنه کېږي په جبري توګه خپل وطن ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېنشرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور ويېژندل شوې
دکندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ٣٥ کورنۍ چې ٢٠٦ تنه کېږي سپین بولدک له پولې څخه په حبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرينو اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او خوړو نړۍ وال سازمان ته ور وپېژندل شوې
هلته د ګومارل شوېکمیټې له خوا هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ وویشل شوې.