په ننګرهار ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د مرغومې میاشتې په ۱۸مه نیټه په ننګرهار ولایت کې پر ۸۸۰ کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول.
په دغو کورنيو کې بېځايه شوې، راستنېدونکې او زيانمنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې پخوا د دغه ولايت د مهاجرینو رياست له لوري پېژندل شوې وې.
یادو کورنیو ته د AREA موسسې له لوري ۴ قلمه خوراکي توکي مرسته شوي وو، چې د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ورته وویشل شوې.