نورستان کې له ۳۰۰ زياتو کورنیو سره مرستې وشوې
د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۳۰۹ تنو ته د لړم په ۲۱مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کسان، چې مخکې په کامديش او برګ مټال ولسواليو کې د مهاجرينو چارو ادارې له لورې د ښځو مؤسسې په همکارۍ د لارو د پاکولو او د ونو د رنګ کولو له پاره انتخاب شوي وو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته هر يو ته د يوې مياشتې کار په مقابل کې ۱۲ زره او ۲۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.