د پاکستان څخه له ۶ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته  راستانه شول

anwari_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې له  پاکستان څخه ۶زره او ۵۷۴  تنه اجباري راستنېدونکي  د لړم په ۱۳ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ يو زرو او ۱۱  کورنۍ، چې ۶  زره او ۵۷۴ تنه کېږي د پاکستان څخه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
همدارنګه ۱۱۷ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې د يکشنبې په شپه ۱۵ زره اجباري راستنېدونکو ته په سپين بولدک کې د افغانستان اسلامي امارت او ملي سوداګرو له لوري پاخه شوي خواړه برابر شوي او په کمپونو کې ور ته وېشل شوي دي.