په هرات ولايت کې د زلزلې له امله زيانمن شوو کورنيو سره لومړنۍ مرستې ترسره شوې

anwari_morr
-

د ملکي، نظامي او مؤسسو د مرستو او ژغورنې ګډو ټيمونو په هرات ولايت کې د زلزلې له امله زيانمن شوو کورنيو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړې.
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د مهاجرينو چارو رياست، طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رياست، ولايت مقام د ۲۰۷ الفاروق قول اردو او همکارو  مؤسسو د مرستو او ژوغورنې ټيمونه د مرستو په موخه د زلزلې له امله زيانمن شوو سېمو ته تللي او فعاليتونه يې پيل کړي.
سرچينې زياتوي، هغه کسان او کورنۍ چې ژغورل شوي په ښار کې بېلابېلو چمتو شوو سېموته لېږل شوي دي.
د سرچينې په خبره د زلزلې له امله د زيانمن شوو کورنيو د ځای پرځای کېدو په موخه څو دانې خېمې د مهاجرينو انصاري کمپ کې درولې او تر اوسه ۱۲۴ کورنۍ هلته ځای پرځای شوې، له دې سربېره ۲۵۰ کمپلې ۲۰۰ جمپرونه هم نورو زيانمن شوو ته  وېشل شوي دي.
همدارنګه د سهار چای د حساس خيريه بنسټ په مالي مرسته، د انصاري کمپ کې ګرځنده روغتيايي مرکز او نغدي مرستې د DRC مؤسسې په مالي مرسته، د ۱۲۱ خېمو درول او د پخلنځي ۱۲۱ کڅوړې  پلاستيکي فرش سره د مهاجرت نړيوال سازمان په مالي مرسته، د ۴ لويو خېمو درول د WARCHILD مؤسسې په مالي مرسته، ۲۵ خېمې او ۲۰۰ کمپلې، د شپې ډوډۍ، د څښاک اوبه د انصاري مؤسسې او اتاق های تجارت په مالي مرسته او ۱۲۰ کمپلې او ۱۲۰ روغتيايي کڅوړې د پاملرنې موسسې په مالي مرسته د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې وېشل شوې دي.
د ويلوده، چې  په هرات ولايت کې د تېرې ورځې د زلزلې وروسته تر اوسه له ۲ زرو او ۴۴۵ څخه زيات شهيدان شوي، او ۲۴۴۰ تنه زخميان شوي او د شمېرو د لوړېدو امکان شته.
د زنده جان، رباط سنګي او غوريان ولسواليو کې تر ټولو زيات زيانمن شوي لري، چې په ۲۰ قريوکې شاوخوا يو زرو ۹۸۳ کورونه ويجاړ شوي دي.