بدخشان کې له ٣٠٠ زياتو کورنيو سره مرستې شوې
بدخشان کې ٣٦٨ کورنيو سره د لوږې د کموالي او ژوند د سطحې د لوړولو په موخه د تلې په ٢ مه نغدي مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په جرم ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د افغانستان له پاره د هالينډ کمېټې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته ١١ زره او ٣٣٠ افغانۍ ووېشل شوې.