غور کې لسګونه ميرمنو ته کاري وسايل ورکړل شول

sadam_morr
-

د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۷۵ ميرمنو ته د وږي په ۲۸مه د کاري وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.

په يادو مرستو کې ۱۶ قلمه توکي او د مېوو د پروسس وسايل وو، چې هرې ميرمنې ته د شپږو مياشتو د مېوو د پروسس زده کړو وروسته د رازي ټولنيزې او پراختيايي موسسې له لوري هغوی ته ووېشل شول.