تخار کې ۲۵ کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ کورنيو سره د وږي په ۲۳مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې کورونه يې د تېرو جګړو له امله ويجاړ شوي وو او د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري يې سروې تر سره شوې وه، هرې کورنۍ ته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې په درېیو کټګوريو کې ۲۲ زره او ۶۰۰، ۲۷ زره او ۵۰۰ او ۴۸ زره او ۵۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.