د پاکستان څخه له سلو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۷) مه ( ۱۲۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۱۷) کورنۍ، چې ( ۱۲۰) تنه کېږي د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.