هلمند کې (۹۳) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د (UNHCR) دفتر له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۹۳) کورنيو ته د کب په (۲۴) مه د کور جوړولو په موخه نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د تېرو جګړو له امله يې کورونه ويجاړ شوي و، د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه (۶۰۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.

د ويلوده، چې يادو کورنيو مخکې خپل لومړی او دوهم قست ترلاسه کړی و.