غور کې (۲۳۱) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۳۱) کورنيو سره د کب په ( ۲۳) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د کلونه مخکې د جګړو له مله د خپلو اصلي سيمو څخه بېځايه شوې وې او بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې وې هرې کورنۍ ته (۲۰۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.