د نيمروز ولايت والي د دغه ولايت د مهاجرينو رياست  د سرحدي آمريت فعاليتونه وڅېړل

sadam_morr
-

د نيمروزو لايت والي د يو پلاوي په مشرۍ سې شنبه د سلواغې په (۴) مه  ورېښمو پل ته ولاړ او د مهاجرينو چارو رياست د سرحدي آمريت فعاليتونه يې وڅېړل.

هغه د ايران څخه   ورېښمو پل  له لارې د افغان مهاجرينو د راستنېدو له بهير څخه ليدنه او څېړنه وکړه ،د دغه ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د مسؤلينو ستونز، ننګونې او وړانديزنه يې واورېدل او راستنېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه يې د ياد آمريت مسؤلينو ته لازمې لار ښوونې  وکړې.

 د نيمروز ولايت والي د اړوند ملي او نړيوالو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو رياست سره دې په  ګډه همغږۍ او همکارۍ کار وکړي.