بلخ کې سلګونه کورنۍ د ژمنيو مرستو د وېش څخه برخمنې شوې

sadam_morr
-

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي په ( ۲۲) مه ( ۶۵۰) کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوي.

په يادو مرستوکې وريجې، غوړي، کمپلې، توشکونه او د سون توکي شامل ول،  چې د بشير نويد خيره بنسټ، کفايت ګروپ او صراط الجنه موسسې له لورې  راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته په فردوسي ابو دوجانه،  او البرزی کمپونو کې د بلخ ولايت د والي، د مهاجرينو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال او همکارو ادارو د رئيسانو په شتون کې په يادو کورنيو ووېشل شوې.

د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د مرستو د وېش پرمهال د همکارو ادارو څخه مننه وکړه او د يوشمېر نورو ملي او نړيوالو موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په ژمي کې دې په هېواد کې  اړمنو او مستحقو کورنيو سره مرستې ترسره کړي.