نيمروز کې د ولايتي عمل پلان ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
-

 نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ  نيمرز کې د ولايتي عمل پلان   ورکشاپ د مرستيال والي په مشرۍ د همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون د ليندۍ په ۱۳) مه ترسره شو.

په لومړي سرکې د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو آمر د ورکشاپ ګډنوالو ته ښه راغلاست ووايه او د دغه ډول ورکشاپ جوړېدل يې د ستونزو د حل په برخه کې يو ښه ګام وباله او د ولايتي عمل پلان په اړه يې خبرې وکړې.

وروسته د والي د دفتر رئيس د وزارت د پلاوي څخه مننه وکړه  او د هر اړخيزو همکاريو ژمنه يې وکړه.