باغيس کې خپلو اصلي سيموته د بېځايه شوو کورنيو د بېرته ستنېدو لړۍ پيل شوه
بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو له مخې د باغيس ولايت د مرکز قلعه نو څخه د دغه ولايت مرکز ته د بېځايه شوو د ستنېدو لړۍ د ليندۍ په (۱۱) مه پيل شوه.
د يادو کورنيو د ستنېدو لړۍ د باغيس ولايت د مقام د لارښوونې په اساس، د قلعه نو ښار له اتو کمپونو څخه چې په مرکز قلعه نو کې موقعيت لري خپلو اصلي سيمو ته پيل شوه او تر اوسه شاوخوا (۵۰) کورنۍ د شمال دريا کمپ څخه چې په مرکز قلعه نو کې موقعيت لري خپلې اصلي سيمې د مقر ولسوالۍ آبشاره ته ستنې شوې.
د ويلو ده، چې شاوخوا څلور زره کورنۍ د جګړو او وچکالۍ له امله په تېرو کلونو کې دغه ولايت ته راغلې وې او د قلعه نوښار بېلابېلو کمپونوکې اوسېدلې.