کابل کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم فعاله شو
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د ليندۍ په ( ۸) مه د کابل ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم بياځلې فعاله شو.
په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول ، د کابل مرستيال والي محمد يونس مخلص د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه يې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو په پېژندنې، ثبت او د ستونزو د حل په برخه کې د مهاجرينو چارو رياست سره په ګډه همغږۍ کار وکړي.
وروسته د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې د ياد رياست د لاسته راوړنو، چمتوالي او د معلوماتي سيستم په اړه معلومات ورکړل.
په پای کې د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د يو پرزنيټيش له لارې د راستنېدونکو او اوبېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې د موخو، دندو او د کمېټې د کاري تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل.